د سلیمان لایق ۸۵ کلیزه ونمانځل شوه

پرون په کابل کې لسګونو فرهنګیانو ، لیکوالو او ژورنالېستانو دافغانستان د وتلي شاعر او لیکوال سلیمان لایق ۸۵ کلیزه دیوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله. غونډې ته په سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني خاص استازي ډاکتر محمد اکرم خپلواک، داطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د سرحداتو او قبایلو وزیر ګلاب منګل،دمصور بنسټ مشر استاد وحید احمدزي،داطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير بشیر رویګر او استاد اسمعیل يون دښاغلي لایق د فرهنګي او ادبي خدمتونو په اړه یې لنډې خبرې وکړې. دغونډې په پای کې دمصور بنسټ او افغان هنر پروډکشن له خوا دښاغلي سلیمان لایق د ژوند او فرهنګي هڅو په اړه جوړ شوی فلم پرانېستل شو او د هغه د ۸۵ کلیزې په ویاړ جوړ شوی کيک پرې شو.